د غور ولایت ځایي چارواکي وایي، چې په تیورې ولسوالۍ کې د اوبو رسولو یوې شبکې په جوړېدو سره د سیمې ۳۵۰ کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې شوې دي. د مسوولینو په خبره دغه شبکه د یونیسف موسسې په مالي ملاتړ د ۶ میلیونه ۱۱۴ زره افغانیو په لګښت جوړه شوې ده. د غور ځایي چارواکي دغه راز وایي چې د دې پروژې په جریان کې د سیمې لسګونه کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوې وه. ورته مهال د سیمې اوسېدونکو د یادې شبکې په جوړېدو خوښي ښودلې او زیاته کړې یې ده، چې د دغې شبکې پرمټ به یې د څښاک پاکو اوبو په برخه کې شته شتونزې حل شي.