د بغلان ولایت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو ریاست مسوولین وایي، چې د کډوالو لپاره د څه باندې ۵۴۰ زره ډالرو په لګښت د ۲ ښوونځيو ودانۍ جوړې شوې دي. د بغلان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو مسوولین وایي، چې دوی د پوهنې ریاست په همغږۍ د دغه ولایت د دهنه غوري ولسوالۍ په صیاد او د مرکزي بغلان په ګجرآباد کلیو کې د یونسیارموسسې په مالي ملاتړ د دې ښوونځيو ودانۍ جوړې کړې دي. د یادولو وړ ده، چې دواړه ودانۍ په یو پوړ کې جوړې شوې، چې لس درسي خونې او نور اړین ملحقات هم لري.