د قطر بهرنیو چارو وزارت خبر ورکړی چې د دغه هېواد له مرستو ډکه یوه الوتکه پرون پلازمېنې دمشق ته ورسېده، چې د سوریې د خلکو د ملاتړ لپاره د قطر د مرستو یوه برخه ده. د دغه وزارت په وینا، په الوتکه کې ۳۱ ټنه خوراکي توکي او امبولانسونه لېږدول شوي څو د بشري اړتیاو د پوره کولو لپاره ترې ګټه پورته شي. دا د قطر د مرستو دویمه جوپه ده چې د دمشق نړۍوال هوایي ډګر ته رسېږي او قطر به سوریه کې خپل بشري ملاتړ ته دوام ورکړي.