زابل کې په جبري توګه راستنېدونکو کورنیو لپاره د ۲۰۰۰ جریبه ځمکې په درلودلو سره د شیخ متي ښارګوټی پرانیستل شو. د پرانیستې په مراسمو کې د سرپرست حکومت لوی درستیز او د کډوالو چارو مسوولینو ګډون کړی و. راستنېدونکو ته د ځمکو وېش لړۍ پیل شوې، چې ۵۰۰۰ جبري راستنو شویو کورنیو ته به په کې سرپنا برابره شي. راستنېدونکو کورنیو د دې اقدام هرکلی کړی او د نورو اسانتیاوو برابرولو غوښتنه یې کړې ده.