د عامې روغتیا وزارت اداري مرستیال وايي، دغه وزارت د روږدو کسانو د درملنې په برخه کې جدي اقدامات کړي دي. هغه په کابل کې د ۱۵۰ روږدو د روغتیا په موخه د یاد وزارت له لوري جوړي شوي پروګرام کې وویل چې د عامې روغتیا وزارت په هېواد کې د روږدو د درملنې لپاره ډیر ګامونه پورته کړي دي. د عامې روغتیا وزارت د معالجوي طب رییس په دغه پروګرام کې د روږدو د درملنې لپاره د څلورو نویو مرکزونو له جوړولو خبر ورکوي. د عامې روغتیا وزارت د دفتر رییس هم په دې پروګرام کې د عصري او اسلامي علومو زده کړه مهمه ګڼي. په ورته مهال یو شمېر روږدي چې درملنه یې شوې له سرپرست حکومته غواړي چې کاري فرصتونه ورته برابر شي. د عامې روغتیا وزارت د شمېرو لمخې، په هېواد کې د روږد د درملنې ۶۶ مرکزونه شته دي.