د سرپرست حکومت د ویاند مرستیال د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف ادعا ردوي او وایي، سرپرست حکومت له پاکستان څخه داسې غوښتنه نه ده کړې او د پاکستان دا ادعا یې خواشینونکې وبلله. د پاکستان دفاع وزیر له یوې پاکستانۍ رسنۍ سره په مرکه کې ادعا کړې چې سرپرست حکومت د ډیورنډ فرضي کرښې له ورڅېرمه سیمو د پاکستاني ط البانو د تحریک د لرې کولو لپاره د لس میلیارده پاکستاني کلدارو غوښتنه کړې ده. بل لور ته نیویارک ټایمز هم په یوه راپور کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ ترینګلتیاو په اړه ویلي، پر افغانستان د پاکستان وروستیو هوايي بریدونو د دواړو لورو ترمنځ اړیکې زیانمنې کړې دي.