د ټولګټو وزارت مسوولین وايي چې د سالنګ لویه لاره د واورې ورښت او توپان له امله د هر ډول تګ راتګ پرمخ تړل شوې. د یاد وزارت ویاند محمداشرف حقشناس وايي، چې یاده لاره تېره ورځ یوازې د باروړونکو موټرو پرمخ تړل شوې وه، خو په وینا یې، نن له غرمې مخکې ۱۰:۳۰ بجې د هر ډول تګراتګ پرمخ تړل شوې. هغه زیاته کړه چې د سالنګ لویې لارې د ساتنې او څارنې ادارې اړوند مشینري او کارکوونکي په دوامداره توګه د لارې پر پاکولو لګیا دي. د ټولګټو وزارت همداراز د سالنګ پر لویه لاره تلونکو موټرچلوونکو څخه غوښتنه کوي چې د ژمي وسایل او تجهیزات له ځان سره ولري او د ټرافیکو قوانین مراعات کړي. د سالنګ لویه لاره پلازمېنه کابل د هېواد له نهو شمالي ولایتونو سره نښلوي او له اقتصادي اړخه خورا ارزښت لري.