د چین د بهرنيو چارو وزارت وياندې ماو نينګ د جنورۍ په ۳مه نېټه اعلان کړی، چې د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ يي به په بلنې سره د جنورۍ له ۵مې نېټې څخه تر ۱۱مې نېټې پورې له ناميبيا، کانګو، چاد او نايجريا څخه ليدنې وکړي. دا مسلسل ۳۵ کاله کېږي چې د چين د بهرنيو چارو وزيران د هر کال په پيل کې لومړی له افريقا څخه لیدنې پیلوي.
د ماو نينګ په خبره، وانګ يي به د ياد سفر له لارې د چين او افريقا د همکاريو فورم د بېجينګ سرمشريزې د برياليتوبونو پلي کېدو ته وده ورکړي، په بېلابېلو برخو کې به همکارۍ ژورې کړي او د چين او افريقا د اړيکو پرمختګ به لا پياوړی کړي.