د باميانو د والي ویاند صبور فرزان ویلي، چې د دغه ولایت مواصلاتي لارې بېرته پرانېستل شوي دي. نوموړي ویلي چې د بامیان مرکز ته د دغه ولایت د اوو ولسوالیو غځېدلې لارې بېرته پرانېستل شوي دي. فرزان څرګنده کړې چې له ګاونډيو ولايتونو سره ارتباطي لارې لاهم پرانيستې دي. هغه زياته کړې، چې د باميان – کابل لويه لار د «حاجيګک» او «شيبر» کوتل له لارې د ترافيکو پر مخ پرانيستل شوې ده. نوموړي ټینګار کړی چې د واورو پاکولو ټیمونه په منظمه توګه د سړکونو پر پاکولو بوخت دي څو د لارو د لنډمهالي بندښت مخنیوی وشي. د يادونې ده، چې تېره ورځ د سختې واورې ورېدو له امله د دغه ولايت مرکز ته د باميان د ټولو ولسواليو غځېدلې لارې تړل شوې وې.