د احصایې او معلوماتو ملي اداره وايي؛ د روان کال په لیندۍ میاشت کې د خوراکي توکو په بیو کې ۱.۳ سلنه زیاتوالی راغلی دی. د یادې ادارې په وینا، دا زیاتوالی ۲۶ سلنه د سبزۍ او ۲.۷ سلنه د بورې او شیرینۍ په بیو کې دی. له بلې خوا د غیر خوراکي توکو په بیو کې ۲ سلنه زیاتوالی ښکاري چې ۶.۲ سلنه یې د کالیو شاخص، ۵ سلنه د کور سامان شاخص او ۵.۴ سلنه د معالجې او تداوۍ شاخص په بیو کې راغلی دی. د روان کال په لیندۍ میاشت کې د لګښتي توکو د بیو شاخص میاشتنی پړسوب ۱.۷ سلنه زیاتوالی ښيي، چې د پړسوپ دا زیاتوالی تر ډېره د خوراکي او غیرخوراکي توکو د بیو د زیاتوالي له امله دی.