د چین د دولت رئيس شي جین پینګ په دې وروستیو کې میخایل کاوېلاشویلي ته د ګرجستان د ولسمشر په توګه د ټاکل کېدو په پار د مبارکۍ پيغام لېږلی دی.
شي جین پینګ وویل، د چین او ګرجستان ترمنځ د اوسنۍ ستراتيژيکې همکارۍ د پرمختګ مثبت لوری ساتل شوی، خپلمنځي سیاسي متقابل باور لا ټینګ شوی، د کمربند او لارې په ګډه ابادۍ کې د دواړو خواوو همکاريزې پایلې ډېرې دي. رئيس شي وويل، چې هغه د چين او ګرجستان ترمنځ د اړیکو پرمختګ ته ډېر اهميت ورکوي او غواړي چې له ښاغلي ولسمشر سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوستۍ د پياوړتيا، د متقابلو ګټورو همکاريو د پياوړتيا، د خپلمنځي اړيکو د لا ټينګښت او خلکو ته د لا زياتو ګټو د رسولو لپاره کار وکړي.