د ۲۰۲۵م کال د جنورۍ لومړۍ نېټه د سيمه ييزې او هراړخيزې اقتصادي ملګرتيا تړون يعنې رسيپ (RCEP) د نافذېدو له درېيمې کليزې سره برابره ده. د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې ماو نينګ د جنورۍ په درېيمه نېټه په يوه خبري ناسته کې وويل، چې چين به د رسيپ هراړخيز او باکيفيته تطبيق ته دوام ورکړي او د اسيا او ارام سمندر سيمې د ازادې سوداګرۍ کچه به لا لوړه کړي.
نوموړې د يوه خبريال پوښتنې ته په ځواب کې وويل، چې رسيپ د ازادې سوداګرۍ هغه تړون دی، چې برخوال نفوس او اقتصادي او سوداګريز حجم يې په نړۍ کې تر ټولو زيات او د پرمختګ بالقوه توان يې ډېر لوړ دی. دغه تړون د اسيا او ارام سمندر د سيمه ييز اقتصادي يووالي لپاره قوي خوځنده ځواک برابر کړی، غړو هېوادونو ته يې ګټور فرصتونه رسولي او د څواړخيزم په اړه د نړيوالې ټولنې باور یې راژوندی کړی دی. د اسيايي پراختیایي بانک پلټنې ښيي، چې تر ۲۰۳۰م کال پورې به د رسيپ په رڼا کې د دې سيمې هېوادونو ته د ۲۴۵ ميلياردو امريکايي ډالرو په اندازه اقتصادي زياتوالی رامنځته شي او ۲ ميليونه او ۸ لکه کاري دندې برابرې شي.