د بلوچستان په تربت کې د پاکستاني ځواکونو پر موټر چاودنه کې ۶۱ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. په دې چاودنه کې ۵ کسان وژل شوي او په ټولییزه توګه ۵۶ کسان ټپیان دي. د راپورونو له مخې، په ټپيانو کې بیا د پنځو کسانو وضعیت د اندېښنې وړ بلل شوی دی. دا چاودنه پرون ناوخته د بلوچستان د تربت اړوند نیو بهمن سیمه کې د سړک په غاړه د پاکستاني ځواکونو پر یوه کاروان شوې ده. د بلوڅو بېلتون پالې ډلې، د دغه برید مسوولیت منلی او وايي، چې د دوی یوه غړي ځانمرګی برید کړی دی. له برید وروسته په نظامي موټر کې اور لګېدلی دی. تر دې وړاندې د پاکستان جیو نیوز بیا په دغه چاودنه کې د څلورو تنو د وژل کېدو او د ۳۲ نورو د ټپي کېدو خبر ورکړی و.