د سوریې د ملکي هوايي چلند ادارې د هوايي ترانسپورت پلاوي مشر اشهد الصلیبی ویلي، چې د روان میلادي کال د جنورۍ په اوومه نېټه به د دمشق له هوايي ډګر څخه نړیوالې الوتنې بیا پیل شي. د نوموړي په وینا، د الوتنو د بیا پيل لپاره د دمشق په هوايي ډګر کې لا هم د چمتووالي بهیر روان دی.