د پاکستان پلازمېنه اسلام آباد کې د پولیسو له لوري کور په کور تلاشي پیل شوې او ګڼ شمېر کډوال په زور د کورونو پرېښودو ته اړ شوي. د راپورنو له مخې، د کډوالو نیولو په موخه د پولیسو پلټنې د پلازمېنې اړوند بهارکو «بي ۱۷» او «اف ۱۸» سیمو کې پیل شوې. راپور کې راغلي دغه پلټنې د پاکستاني چارواکو په امر پیل شوي او د دغه هېواد پولیسو هغه کډوال هم نیولي چې د ویزو تمدید ته منتظر و.