د افغانستان د صنايعو او معدنونو خونې مسوولینو کندهار کې د افغان توليد او محصولاتو ملي نندارتون د پرانېستي مراسمو کې ویلي، افغانستان دا مهال د ځان بسیایني پر لور روان دی او په شاوخوا ۱۳۷ صنعتي برخو کې تولیدات کوي. د یاد نندارتون غړي او صنعتکاران وايي، خوښ دي، چې دولت یې د تولیداتو د ملاتړ لپاره دا ډول نندارتونونه جوړ کړي. دوی په راتلونکې کې هم د ورته نندارتونونو د جوړولو غوښتنه کوي.