د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر د ټاپي پروژې له اجراییوي رییس محمد مراد امانوف سره کتلي. کانونو او پټرولیم وزارت ویلي، چې په دې کتنه کې دواړو لورو د ټاپي پروژې د چارو په پرمختګ او چټکتیا، یاده پروژه کې افغانانو ته د کاري زمینې په برابرېدو د افغان انجنیرانو په ظرفیت لوړونې او نورو بېلابېلو موضوعاتو خبرې شوې دي.