د سرپل سرپرست والي محمد ظریف مظفر د اوبو او انرژۍ له سرپرست وزير سره په کتنه کې د سلطان ابراهیم بند پروژې د پلي کېدو غوښتنه کړې او د خلکو ستونزې یې شریکې کړې دي. ورته مهال د اوبو او انرژۍ سرپرست وزیر ډاډ ورکړی، چې ډېر ژر به د سلطان ابراهیم بند د پروژې عملي چارې پیل شي. د چارواکو په خبره د یاد بند په جوړېدو سره به د دغه ولایت د خلکو د برېښنا ستونزه تر یوه بریده حل شي.