د کار او ټولنیزو چارو وزارت خبر ورکړی، چې د بهرنیو او د کار او ټولنیزو چارو وزیر په مشرۍ بهر ته د افغان کارګرو د لېږد او هلته د شته افغان کارګرو ته د لازمو کاري اسانتیاوو برابرولو په موخه د همغږۍ پنځه اړخیزه ناسته شوې. دغه ناسته چې بهرنیو چارو وزارت کې شوې، بهرنیو هېوادونو کې افغان کارګرو ته د کاري زمینې برابرولو او هلته د مېشتو کارګرو ستونزو ته د رسېدنې په تړاو خبرې شوې دي. دې ناسته کې پرېکړه شوې، چې بهر ته په قانوني ډول د افغان کارګرو د لېږد پروسې د ګړندي کولو، هلته د مېشتو افغان کارګرو د اسنادو د تحلیل او غوره تنظیم او کاروبار کې د نورو لازمو آسانتیاوو د رامنځته کولو او هغوی له خپلو حقوقو څخه د خبرولو لپاره یو پنځه اړخیزه هوکړهلیک ترتیب او له مخې یې هره اداره خپل مکلفیتونه په ښه ډول ادا کړي. دغه ناسته د سرپرست حکومت د مشرتابه د حکم په اساس شوې چې بهر ته د افغان ماهرو کارګرو د قانوني لېږد لپاره د حرفو تثبیت، روغتیا، پېژندپاڼو او نورو اسنادو په ترتیب کې هره اداره د خپل مسوولین مطابق به فعالیت تر سره کړي.