د سرپرست حکومت اداري مرستیال په کابل کې د چین له سفیر څخه غوښتنه کړي، چې د برېښنا د تولید او په عصري ماشینري د روغتونونو او روغتیايي مرکزونو د تجهیزولو په برخه کې له افغانستان سره همکاري وکړي. د سرچینې د مالوماتو له مخې د سرپرست حکومت اداري مرستیال د افغانستان لپاره د چین سفیر جاو شېنګ سره په کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او پانګونې په اړه خبرې کړې دي. بلخوا د چین سفیر په دې کتنه کې ویلي،چې بیجنګ له پاکستان او ایران څخه د راستنو شویو کډوالو لپاره د کورونو جوړولو، روغتیا، په یو شمېر ولایتونو کې د سړو خونو جوړولو، سروې او د افغانستان د کانونو د اېستلو په برخه کې همکاري کوي. د چین سفیر په ورورستي یوه کال کې افغان سوداګرو ته د ډیرو ویزو ورکول د دوه اړخیزو اړیکو پراختیا بللې ده.