د راپورونو له مخې د امریکا په یو شمیر سیمو کې یو زورور ژمنی توپان پیل شوی او د هواپیژندنې ادارې مسولینو خبرداری ورکړی، چې د دې هېواد په ختیځ کې به میلیونونه کسان د واورې له سخت طوفان سره مخامخ شي. د امریکا د هواپیژندنې ملي ادارې د امریکا له مرکزي دښتو څخه نیولې تر منځني اتلانتیکه پورې په ټولو ایالاتونو کې د سختې واورې، کنګلونو او بادونو خبرداری ورکړی دی. له لویدیځ کنساس څخه د ساحلي ایالتونو مریلینډ، دلاویر او ویرجینیا په لورې د دغه ژمني طوفان د راتلو خبرداری ورکړل شوی دی او شاوخوا ۲۴۰۰ کیلومتره پراخه سیمه سمدستي تر ګواښ لاندې ده. همداشان اټکل شوی چې د دې طوفان له امله به په یو شمیر سیمو کې موسم منفي ۱۸ درجې ته راټیټ شي او دروند کنګل به د برېښنا مزي او د ونۍ څانګې ځمکې ته راټیټ کړي، پر سرکونو به د موټرو تګ راتګ ستونزمن شي او د دې سختې یخنۍ په جریان کې به میلیونونه کسان له برېښنا بې برخې شي.