ایران د سمنان ولایت ځایي چارواکو خبرداری ورکړی چې له دغه ولایت څخه به د ۱۴۰۴ کال تر پایه ټول افغان کډوال وایستل شي. مهر خبري اژانس پرون د سمنان ولایت سیاسي او امنیتي مرستیال مهدي اقا براري د ادعا له قوله لیکلي چې پناهغوښتونکو په بېلابېلو برخو کې ستونزې راولاړې کړې دي. دغه ایراني چارواکي ټينګار کړی چې د ناقانونه کډوالو حضور بېړنۍ پرېکړې ته اړتیا لري. نوموړي په سمنان ولایت کې د املاکو سلاکارانو ته خبرداری ورکړی چې له کډوالو سره د همکارۍ حق نه لري او که همکاري وکړي په خبره یې، له پرېکنده چلن سره به مخامخ شي. له دې سره هممهاله، پاکستان هم د افغان کډوالو نیولو او له هغه هېواده یې د شړلو لړۍ چټکه کړې ده. پاکستاني پولیسو په تېرو څو ورځو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون لسګونه کډوال نیولي دي.