د ایران حکومت ویلي چې شاوخوا ۷۰۰ سوه افغان ډاکتران د ایران په روغتونو کې په کار بوخت دي. د ایران د کورنیو چارو وزارت د بهرنیو کډوالو د ادارې رییس نادر یاراحمدي ویلي چې دا افغان روغتیاپالان د ایران د هستوګنې قانوني اسناد لري او له خدمتونو برخمن دي. هغه په عین حال کې ویلي چې په دغو قانوني او تحصیل کړیو افغانانو سربېره یوه لویه برخه افغانان په ناقانونه توګه هلته مېشت دي. د ایران د کورنیو چارو وزارت د دغه چارواکي په خبره دوی په تېرو دریو کلونو کې شاوخوا درې میلیونه افغان کډوال له ایران ایستلي وو چې د ده په خبره په افغانستان کې د سختو شرایطو له کبله بېرته ایران ته ورغلي دي. هغه خبرداری ورکړ چې دا کډوال به بېرته باسي.