د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون مسوولین وایي، چې دایکنډي کې د کډوالو ښارګوټي کې له ګاونډیو هېوادونو ایستل شویو کډوالو ته د ځمکو د وېش لړۍ پیل شوه. د وسله وال پوځ لوی درستیز په مشرۍ تېره ورځ یو پلاوی نیلي ښار ته تللی و او د دې ولایت سیمه ییزو مسوولینو سره کتنه کې یې د کډوالو ستونزو ته په رسېدني ټینګار کړی دی. د یاد کمېسیون غړي په خپله اېکس پاڼه لیکلي، د دې ښارګوټي د پرانیستې مراسمو کې یو شمېر کډوالو ته د ځمکو سندونه هم ورکړل شول.