د افغانستان برېښنا شرکت سرپرست د چین «هایپر پارټینرس» کمپنۍ له مسوول سره لیدنه کې د برېښنا انرژۍ تولید برخو کې پر شته فرصتونو خبرې کړې دي. د یادې کمپنۍ مسوول افغانستان د برېښنا انرژۍ لپاره د تر ټولو غوره زمینو هېواد بللی او ویلي يې دي، غواړي د منځنۍ اسیا هېوادونو په څېر افغانستان کې هم د برېښنا تولید برخو کې پانګونه وکړي او د اړتیا وړ برېښنا تولید کړي. د افغانستان برېښنا شرکت وايي، هېواد کې د برېښنا تولید پر کورنیو سرچېنو د پانګونې لپاره د افغانستان برېښنا شرکت له لورې جوړ شوي کانفرانس څخه وروسته د ملي او نړیوالو پانګوالو لیوالتیا پانګونې ته زیاته شوې ده.