د چين ميډيا ګروپ د جنورۍ په ۵مه نېټه د ۲۰۲۵م کال د پسرلني اختر د ماښامنۍ هنري نندارې لومړی تمرين وکړ.
په دغه لومړی تمرين کې د نڅاوو، سندرې او عنعنوي اوپراوو په شمول پروګرامونه په برياليتوب سره نندارې ته وړاندې شوي دي.
د چين د ۲۰۲۵م کال د پسرلني اختر په ماښامنۍ هنري ننداره کې به د سمسورتيا د پايښت تر عنوان لاندې کتوونکو ته د خوښۍ په فضا کې د چین رنګارنګ هنرونه، نوښتونه، ښکلې منظرې او د چينايانو هوسا ژوند وښيي.