د چین د طبیعي سرچینو وزارت د جیولوجیۍ ریاست د جنورۍ په ۵مه نېټه خبر ورکړ چې د دغه هېواد په چینګهای – شي ځانګ لوړه کې د برونزو یوه لویه زېرمه کشف شوې.
سرچینه وايي چې دغه زېرمه د چین د طبيعي سرچینو وزارت د پلټنو په پایله کې کشف شوې او اټکل کېږي چې له ۲۰ میلیون ټنه ډېر برونز به شتون پکې ولري.
د چین د اېجنیري اکاډمۍ غړي تانګ جو شينګ وویل، برونز د زرغونې انرژۍ د استخراج او کارونې په برخه کې کليدي رول لري، د لمر او باد انرژۍ او د نوې انرژۍ کارونکو موټرو په تولید کې په زیاته پيمانه برونز ته اړتیا شته. یاده زېرمه د چین د برونز د تولید او عرضې ځنځیرونو خوندیتوب د ساتلو لپاره ګټوره ده.