په اسلاماباد کې د افغانستان سفارت ویلي، چې په پاکستان د افغانانو نیول کېدل خپلسري دي. یاد سفارت په خپره کړې خبرپاڼه کې د ۸۰۰ افغانانو پر نیول کېدو اندېښنه ښودلې ده. د خبرپاڼې له مخې، په نیول شویو کې ۱۳۷ داسې کسان دي چې د ویزو موده یې ختمه شوې او د تمدیدېدو غوښتنه یې کړې ده. په خبرپاڼه کې د اجازه لیک (NOC) د ترلاسي په شرایطو کې د وضاحت نشتوالی د دغو پناهغوښتونکو د خپلسرو نیولو او شړلو لامل ښودل شوی دی. د یاد سفارت په خبره، په نیول شویو کې هغه کسان هم دي چې معتبرې ویزې او د ملګرو ملتونو کارتونه لري. ملګرو ملتونو په پاکستان کې افغان کډوالو ته د اوسېدو لپاره د (PoR) او (ACC) په نوم کارتونه ورکړي دي. افغان سفارت پر پاکستاني حکومت او د ملګرو ملتونو پر بنسټونو غږ کړی چې په سملاسي توګه دغه حالت ته پاملرنه وکړي.