د کندهار صنعتي ښارګوټي کې د درې میلیونه ډالرو په پانګونې سره د چرګانو د دانې یوې تولیدي کارخونې په فعالیت پیل وکړ. دا کارخونه د نړیوالو معیارونو سم جوړه شوې او په یوه ساعت کې ۲۵ ټنه دانه تولیدولی شي. د یادې کارخونې مسوولین وايي چې د چرګانو دانې دغې تولیدي کارخونې د جوړېدو چارې یې، یو کال وړاندې پیل کړې وې او تېره ورځ پرانېستل شوه. د افغانستان د صنایعو او کانونو خونې مشر شېرباز کمینزاده وایي چې د دې کارخونې پرانېسته به د چرګانودانې او هګیو تولید په سکټور کې د ځانبسیاینې په لور یو ستر ګام وي.