پاتریک مودیانو د ۱۹۴۵ کال د جون په دېرشمه د پاریس بولني بیلانکور نومې سیمه کې زیږېدلی دی. مودیانو د فرانسې په ادبیاتو کې وتلی نوم دی، چې اثار یې د ادبي برخې د ناقدانو له هرکلي او تحسین سره مخ شوي دي. هغه په ۱۹۸۷ز کال کې د ګنکور جایزه او په ۱۹۷۲ز کال کې په ادبي برخه کې د فرانسې د اکاډمۍ جایزه اخیستې ده. هغه په پاریس کې وزیږېد، پلار یې آلبرت مودیانو په اصل کې ایټالیوی، په فرانسه کې هستوګن شوی او کشیش و. د پلار له طرفه یې کورنۍ تر یوناني مذهبي سترو کورنیو پورې رسېږي. مور یې بیا بلژيکۍ وه او په فلمونو کې یې رول ادا کاوه. د مودیانو مور پلار د دویمې نړیوالې جګړې پر مهال سره معرفي شول، اړیکه یې ژوروه شوه او واده یې وکړ. دوی تر ډېره د یو بل څنګ ته پاتې نه شول او ژر بېرته سره بېل شول. د مودیانو پلار یهودي و، خو کله چې نازیانو پاریس ونیو، نو پر یهودیانو یې فشار زیات کړ.
پلار یې د نازیانو قوانین ونه منل، نو له همدې امله پوځ هغه یوې نظامي قرارګا ته ولېږه او بندي یې کړ. د نازیانو تعصبي چلند داسې و چې نیول شوي یهودیان باید ووژني، خو د مودیانو پلار د یوه ملګري په مرسته له دې ځایه خلاصېږي. ډېرې سختۍ تېروي. بیا د دویمې نړیوالې جګړې پر مهال هغه په تور بازار کې په پلور او پېر بوخت وي، په ګڼو جنجالونو او ګډوډيو کې ښکېل وي، خو تر خپله مرګه یانې تر ۱۹۷۷ز کال پورې ان یو ځل هم له خپل زوی پاتریک مودیانو سره سمې خبرې نه کوي او کلونه له یو بل بېل وي. مودیانو یې له خپلې مور سره د سختې ژوند تېروي او دا هر څه یې پر شخصیت اغېز پرې باسي، چې په اثارو کې یې له ورایه ښکاري.
د ادبیاتو د نوبل جایزې ګټونکی ژان پاتریک مودیانو د ۱۹۴۵ کال د جولای پر دېرشمه، پوره ۸۲ ورځې وروسته له هغې دنیا ته راغی چې غربي اتحاد نازي جرمني ته ماتې ورکړه. له دویمې نړیوالې جګړې وروسته اروپا، د مادي ورانیو تر څنګ، له یو ستر اخلاقي بحران سره هم لاس او ګرېوان وه. د فرانسې انقلاب، د صنعتي انقلاب، د رڼاګانو د زانګو، د فلسفې او تمدن تر ډيوې لاندې، د نژاد او مذهب په نامه په ميلیونونو انسانان د څارویو په څېر ښکېل شول، ووژل شول او له بشري کرامته یې انکار وشو.
د ژان پاتریک پلار البرت مودیانو چې په څلور کلنۍ کې یتیم شوی و، دې ته اړشوی و چې پلرنی یهودي مذهب پرېږدي، عیسویت و مني او د وینزویلا کاراکاس ته کډه وکړي. وروسته بیا پاریس ته راغی او د لرغونو توکیو د پلورلو په کاروبار بوخت شو. د ۱۹۴۰ کال د اکټوبر د درېیمې قانون ټول هغه فرانسویان چې اصل یې یهودي وي، له ځینو کارونو منع کوي او البرت که څه هم د تاریخ جبر خپل اصل ته ور ټېل وهلی و، ځان د یهودي په توګه نه ثبتوي، پټ ژوند غوره کوي چې په ترڅ کې یې د ناقانونه تجارت پر مټ یو څه شته هم پیدا کوي.
په ښوونځي کې یې ستر لیکوال او د «پاتا فیزیک» په نامه د یو ادبي مکتب فعال غړی رېموند کونو تر روزنې لاندې نیسي. پاتا فیزیک (د میتا فزیک مسخره شوې بڼه) په ادب کې نوې تجربې او له منل شویو اصولو څخه سرغړونه د اصل په توګه مني. ژان پاتریک مودیانو له بکلوریا پورته زده کړې نه کوي او لیکوالۍ ته مخه کوي.
د مودیانو سبک د ده د شخصي او کورني ژوند او د ده د عصر د سیاسي، ټولنیزو، اخلاقي او ادبي پېښو یو ډول مرکب معجون دی چې هم ساده ګي لري او هم ژورتیا. هم نېغه خبره کوي او هم د طنز برخه پالي. د ده د لیکنو تر ټولو مهمه ځانګړنه دا ده چې د تېر مهال د تیارو اړخونو سپړلو ته ډېر پام کوي. د اکټوبر په نهمه د نوبل اکاډیمي مودیانو ته د جایزې د ورکړې دلیل (د حافظې د کارولو هغه هنر چې له انسانانو راخیستل کېدونکی برخلیک یادوي او پر مټ یې د [نازي] اشغال دنیا را ښکاره کوي) وباله. د نوبل کمیټې دا هم وویل چې د مودیانو دنیا یوه خیالي دنیا ده او کتابونه یې یو د بل د غږ انعکاس دی.
د پاتریک مودیانو وروستی لنډکی ناول (۱۶۰ مخه) چې د ۲۰۱۴ کال اکټوبر په دویمه له چاپه راووت، په دې کرښو پیلېږي: تقریباً هېڅ، لکه د یوه خزنده چیچل چې په لومړي سر کې درته ډېر سرسري ښکاري، یا لږترلږه تاسې ځان ته په ټيټ غږ، همداسې وایاست چې ځان پرې ډاډه کړئ. ټلیفون د مازیګر د څلورو بجو شاوخوا د ژان درګان په ځای کې، په هغه کوټه کې چې هغه ورته خپل دفتر وایه، زنګ وواهه. هغه د کوچ په تل کې له لمره خوندي، خوب وړی و او دا زنګونه چې هغه یې له ډېرې مودې راهیسې له اورېدو سره نه و روږدی، نه درېدل. ولي دومره ټينګار؟ کېدای شي چې هغه چا چې زنګ وهلی و، د ټلېفون قطع کول یې هېر شوي وي. اخر پورته شو، د کوټې هغې برخې ته ورغی چې کړکۍ ته نږدې وه او لمر په کې لګېده. د ناول داستان د همدغو ادرسونو له کتابچې پیلېږي او لیکوال درګان د دوو ځوانانو لخوا د داسې یوې هېرې ماجرا د سپړلو په چاره کې ښکېل کېږي چې ريښې یې بیا هم د تېر مهال په تیارو کې دي. د مودیانو د سبک رواني، لنډې، بې تکلفه جملې د کیسې له پرمختګ سره په هر حالت کې مرسته کوي.
مودیانو په دوه ویشت کلنۍ کې خپل لومړنی ناول چاپ کړ. هغه په خپل ژوند کې له ادبي لیکنو سره مینه لرله. د هغه د مور یوه ملګرې د فرانسې مشهوره لیکواله وه. یوه ورځ یې مور دی له دې لیکوالې سره (Queneau) معرفي کړ. دا معرفت د پاتریک لپاره خورا مهم و. دی له همدې ځایه بریالی شو چې له مشهورو ناشرانو سره اړیکه ټینګه کړي، لیکوالۍ ته تشویق شي او لا ډېر لیکوالان وپېژني. دی په ۲۲ کلنۍ کې بریالی شو چې د همدې مېرمنې په مرسته په فرانسوي ژبه (La Place de l’Étoile) ناول خپور کړي. دا یې د یوه یهودي ملګري په اړه لیکلی و، خاطرات و او رښتینې کیسه وه. پلار یې د دې کتاب تر خپرېدو وروسته پر مودیانو سخت غوسه و او غوښتل یې د هغه ټول کتابونه له بازار ټول کړي. له دې وروسته د دواړو تر منځ اړیکې ښې نه وې. یو ځل مودیانو له خپل پلار مالي کمک وغوښت، دی لا دوه ویشت کلن و، خو پلار یې غوښتنه رد کړه. بل ځل یې بیا د مور په هڅونه پلار ته ولېږل شو چې مالي مرسته ترې واخلي، خو د پلار ملګرې ښځې یې پولیسو ته زنګ وواهه او دی یې په ګوتو ورکړ چې ګواکې له دوی په زور پیسې وړي.
مودیانو جالب شخصیت لري، ډېر کم به هغه په رسنیو او عامه ځایونو کې ووینئ. داسې هم نه ده چې هغه دې شپه او ورځې لګیا وي ناولونه دې لیکي، بلکې تر څنګ یې نور ژوند هم کوي، خو د ناولونو په لیکلو کې له پوره دقت کار اخلي. هغه دقیق سړی دی، شهرت یې نه خوښېږي، هر ځای ناسته ولاړه خوند نه ورکوي، خو غواړي کار یې دقیق او د ډاډ وړ وي. هغه په خپلو ناولونو او داستانونو کې تر ډېره د هویت پر مسئله باندې راڅرخي، د انسان روان ته لاره کوي او د انسان رواني اړخونه راسپړي.
مودیانو په نوره نړۍ کې دومره مشهور نه و، ځکه په فرانسوي ژبه یې لیکل کول. هغه چې کله د ۲۰۱۴ کال د نوبل جایزې ګټونکی شو، ډېرو ته د حیرانتیا وړ خبر و. په تېره انګلیسانو ته چې د دې سړي اثار یې لا لوستي نه دي، خو هغه د نوبل جایزه ګټي. د دې بل لامل دا هم دی چې د شهرت مینه وال نه دی. مخکې مو هم وویل چې نه غواړي مشهور وي، له رسنیو سره خبرې وکړي، محفلونو کې وي او هسکې ټيټې واوري. دی یوازې هغه مهال راڅرګندېږي چې کتاب یې له چاپ راووځي او یا یې د ویشلو او خپرېدو لپاره محفل جوړ شوی وي.
یوه بله خبره چې د مودیانو په اثارو کې ده هغه یې د اثارو داخلي او معنوي پېچلتیا ده. په دې مانا چې یو خو هغه شعر ته نږدې نثر کاروي، په دې مانا چې یو ډول ځانګړی وزن لري. بل دا چې په اثارو کې یې تر ډېره هغه څه چې په ظاهره لولو یو بل داخلي او رواني بعد هم لري، چې هر لیکوال او ژباړن دا مسایل نه شي لېږدولی. هغه یو ځانګړی سبک لري چې همدې سبک دی ممتاز لیکوال کړی دی او د ښو لیکوالانو په کتار کې یې درولی دی. له همدې امله د نورو مشهورو لیکوالانو په پرتله د مودیانو ډېر کم اثار نورو ژبو ته ژباړل شوي دي، ځکه هغه یو ځانګړی سبک لري، یو بېل فکر لېږدوي، داستان یې څو اړخونه لري، رمزونه او رازونه پکې دي او په حقیقت کې یې یوه بله نړۍ خلق کړې ده. د دې لیکوال یوه بله ځانګړنه دا ده چې د فرهنګ، ادبیاتو، تاریخ او فرانسې په اړه پراخه مطالعه لري.
د مودیانو اثارو ته کتونکي وایي چې هغه تر ډېره په خپلو اثارو کې پر تېرو خاطراتو او یادونو تمرکز کړی دی. هغه د حافظې د کارولو ماهر هم بولي، ځکه تر ډېره یې هغه یادونه او خاطرات ناول کړي دي چې په خپل ژوند کې ورسره مخ شوی دی. د دې تر څنګ یې د فرانسوي هویت د ساتلو او پاللو لپاره هم اثار ځانګړی ارزښت لري، هغه ته تر ډېره د هویت او حافظې لیکوال هم وایي. دی له ابهام او پېچلتیا سره مینه لري. په ناولونو کې یې د جملاتو تر څټ څو معناوې پرتې دي، د مودیانو په خبره، له دې مسئلې خوند اخلي او په حقیقت کې دغه ډول لیکل اسانه کار هم نه دی. هغه په اثارو کې عالي ادبیات کاروي، هیجاني جملات راوړي او مخاطب په ډېرو مواردو کې حیرانوي. دی د ژوند پر روانو واقعیتونو ډېر تمرکز کوي. په خیالاتو کې یې هغه مسایل تحلیلوي چې ورځني ژوند کې ورسره مخ شوی دی او باید حل ورته پیدا شي.
مودیانو ته د معاصر وخت مارشل پروست وايي. د نوبل اکاډمۍ چې کله ده ته د نوبل ادبیاتو جایزه ورکوله، نو په لیکلي متن کې یې ویلي وو، موږ د اوس زمانې پروست ته جایزه ورکوو. مودیانو د مارشل پروست په څېر د انساني ژوند بنسټیزو مسایلو ته اشاره کړې ده، د بشري ژوند د ښه کېدو لپاره یې نظریات وړاندې کړي دي، د تېرې زمانې د برم او انساني عظمت د ژوندي کولو لپاره هڅه کوي، دی وایي، هڅه کوي چې لنډ او ساده ناولونه ولیکي، مخاطبین خوشاله وساتي، اړیکې ورسره ولري او نوی فکر خپل کړي. له همدې امله د نوبل بنسټ ستایلی دی او جایزه یې ورکړې ده. د نوبل بنسټ هغه ته په ۲۰۱۴ ز کال کې په بشري ژوند کې د مهمو او اغېزناکو ناولونو د لیکلو له امله د نوبل جایزه او ۱،۱ میلیونه ډالر ورکړل.
مودیانو لا هم لیکل کوي، د ښه ژوند لپاره قلم چلوي، د انساني فکر لپاره لیکل کوي او هڅه یې دا ده چې بشر خپل اصلي هویت وپالي، جګړې پرېږدي، بشر ته درناوی وکړي او خپلې ستونزې حل کړي. هغه ادبیاتو ته د مینې او د ژوند د برخې په سترګه ګوري، لیکل کوي ارام لیکل کوي، بیا بیا یې ګوري او په ډېرې سختۍ د دې زړه ښه کوي چې یو کتاب چاپ ته واستوي.
شفیق امیرزی