د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د یوه پلاوي په مشرۍ متحده عربي اماراتو ته سفر وکړ. د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیا احمد تکل په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې، په دغه سفر کې به افغان پلاوی د اماراتو له چارواکو سره پر دوه اړخیزو اړیکو، د اقتصادي همکاریو پر پراختیا او ځينو نورو موضوعاتو خبرې وکړي.