د جوزجان سرپرست والي، ګل حیدر شفق، د افغانستان لپاره د ترکیې له سفیر جنک اونال، سره کتلي. په دې کتنه کې، د جوزجان سرپرست والي د علمي، تحصیلي او پراختیايي همکاریو او پانګونې د پراختیا پر اړتیا ټینګار کړی دی. د جوزجان د اطلاعات او کلتور رییس، سیفالدین معتصم، په وینا، جنک اونال هم په دغه کتنه کې د ترکیې د ښوونې او روزنې، روغتیا، پراختیايي پروژو او په افغانستان کې د پانګونې د دوام په برخه کې ډاډ ورکړی دی.