په سوریه کې د امریکا سفارت پر اېکس پاڼه لیکلي چې، امریکايي چارواکو په دمشق کې د سوریې د بهرنیو چارو له نوي وزیر اسعد حسنالشیباني سره کتلي دي. په دې کتنه کې په سوریه کې د وروستیو تحولاتو، د شمولیت پر اهمیت، د سوریې د ټولو خلکو پر استازیتوب او د دغه هېواد د پیاوړتیا پر لارو چارو خبرې اترې شوې دي. ورتهمهال دغو چارواکو له ځينو فعالانو او خبریالانو سره هم کتلي چې، د سوریې د راتلونکي او د هغو لارو چارو په تړاو چې، امریکا کولای شي، د سوریې د خلکو لپاره د یوه ټولګدوني، سولهییز او ثبات لرونکي هېواد د رامنځته کېدو په درشل کې د دوی له هڅو ملاتړ وکړي، د هغوی لیدلوري واوري.