د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې عمومي منشي، د دولت رئيس او د مرکزي پوځي کميسيون مشر شي جين پينګ د جنورۍ د ۶مې نېټې په سهار د چين د کمونست ګوند د دسپلين د څارنې د ۲۰مې دورې مرکزي کميټې په ۴مه عمومي غونډه کې يوه مهمه وينا وکړه. هغه په خپله وینا کې پر دې ټینګار وکړ چې له نوې دورې راهیسې په هراړخیزه او جدي توګه د ګوندي حکومتوالۍ او له فساد سره د مبارزې په برخه کې هڅې بې سارې دي او پایلې یې ټولو ته د لیدو وړ دي. هغه وویل: موږ باید تل له فساد سره د مبارزې په لاره کې کلک هوډ وساتو، ستراتیژیک تمرکز او د لوړ فشار موقف وساتو، هېڅکله دا کار ونه دروو او په ټینګه دې سختې او اوږدې جګړې ته دوام ورکړو.