د چین د بهرنيو چارو وزارت وياند ګوه جيا کون د جنورۍ په ۶مه نېټه اعلان وکړ چې د ګانا د حکومت په بلنه به د چین د دولت رئيس شي جين پينګ ځانګړی استازی او د ملي ولسي کانګرس د دايمي کميټې مرستيال هاو مينګ جين د روانې میاشتې په ۷مه نېټه د ګانا ولسمشر جان ماهاما د لوړې په مراسمو کې د ګډون لپاره د دغه هېواد پلازمېنې اکرا ته لاړ شي.