د چین د بهرنيو چارو وزارت وياند د جنورۍ په ۶مه نېټه په بریکس سازمان کې د اندونيزيا د رسمي غړيتوب په اړه د خبريالانو پوښتنو ته ځوابونه ورکړل.
وياند وويل، چين په بريکس سازمان کې د اندونيزيا د رسمي غړیتوب هرکلی کوي او دغه هېواد ته مبارکي وايي. ده ویلي، اندونیزیا د یو لوی پرمختیايي هېواد او د سراسري جنوب د یو مهم ځواک په توګه په رسمي توګه له بریکس سره یوځای شوی چې د بریکس هېوادونو له ګډو ګټو سره سمون خوري او باور لري چې دغه هېواد به د بریکس میکانیزم په پراختیا کې مثبت خدمتونه وکړي.
وياند وويل، چين غواړي له اندونيزيا او د بريکس له نورو غړو هېوادونو سره د هراړخيزې، نږدې، عملي او ټولشمولې همکاریزو اړیکو د ټينګښت او د انسانانو د ګډ برخلیک ټولنې د جوړولو د هڅولو لپاره لا زيات خدمتونه وکړي.