د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنټ پر خپله اېکس پاڼه په یوه لیکلي بیان کې په پاکستان کې د افغان کډوالو نیول کېدو او پر جبري ایستلو اندېښنه څرګنده کړې. بېنټ زیاته کړې، چې د سیمې هېوادونو کې مېشت افغانان ښه چلن او ملاتړ ته اړتیا لري. هغه پر ټولو هېوادونو غږ کړی چې کوربه هېوادونو ته اړینه بودیجه په واک کې ورکړي. بېنټ د افغانانو د مېشتولو او ځای پر ځای کولو لپاره د مناسبو حل لارو په رامنځته کولو ټینګار کړی دی.د یادولو وړ ده چې پاکستان په دې وروستیو ورځو کې هلته د مېشتو افغانانو د نیولو او جبري شړلو لړۍ چټکه کړې ده.