په امریکا کې د واورې د شدیدو ورښتونو او توپانونو له امله په څه باندې ۲۰۰ زره کسانو برېښنا پرې شوې چې په کې لوی پلورنځي هم شامل دي. امریکايي رسنۍ وايي، په مېري لېنډ، مېسوري، وېرجینیا او کېنتاکي کې بېړنی حالت اعلان شوی دی. د دغو توپانونو له امله شاوخوا ۵ کسان مړه دي.