د ملګرو ملتونو سرمنشي ګوترش د جنورۍ په اوومه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره د چين د شي ځانګ کورواکې سيمې د دينګ ژي ولسوالۍ په وروستۍ زلزلې کې د رامنځته شويو زيانونو له امله ژوره خواشيني څرګنده کړې او ویلي يې دي چې دغه سازمان هر وخت مرستو رسولو ته چمتو دی.
نوموړي ټپیانو ته د عاجلې روغتیا هیله وکړه او د قربانیانو له کورنیو سره یې خپله ژوره خواخوږي څرګنده کړه.
هغه دا هم ويلي چې ملګري ملتونه اړوندو ناورینونو ته جدي پاملرنه کوي او هر وخت مرستې ته چمتو دي.
د جنورۍ د اوومې نېټې د سهار په ۹بجو او ۵ دقيقو، د شي ځانګ کورواکې سيمې د ژي کا ځه ښار په دينګ ژي ولسوالۍ کې د ريکتر په کچه ۶.۸ درجه زلزله وشوه، چې د همدې ورځې د مازديګر تر ۷ بجو پورې، د مړو شمېر ۱۲۶ تنه او د ټپيانو شمېر ١٨٨ تنه ښودل شوی دی.