د امريکا د ملي دفاع وزارت په دې وروستيو کې ځينې چيني تصدۍ د چين د پوځي تصديو په ليست کې شامل کړې دي. د چين د سوداګرۍ وزارت وياند د جنورۍ په ۸مه نېټه پر دې سخته ناخوښي او ټينګ مخالفت څرګند کړی دی.
د چين د سوداګرۍ وزارت وياند ويلي، امريکا د سوداګرۍ نړيوال سازمان پر قواعدو او بازاري اصولو سترګې پټوي، د ملي امنيت د ساتلو په پلمه پخپلسر له ملي ځواکونو څخه ناوړه استفاده کوي، د چين د پوځي او ملکي تصديو د همکارۍ پر تګلارې بې دليله نيوکه کوي او پر چيني تصديو بې بنسټه فشارونه اچوي. د امريکا دا ډول کړنې نړيوال سوداګريز او اقتصادي نظم او نړيوال صنعتي او اکمالاتي ځنځيرونو ته سخت زیانونه رسوي.