فلیپیني چارواکو ویلي، چې په پلازمینه مانیلا کې یې د انټرنټي غلو پر یو شکمن عملیاتي مرکز چاپه وهلې او ۴۰۰ بهرني اتباع یې پکې نیولي دي. د چارواکو په خبره، پولیسو د چاپې پر مهال په دغه مرکز کې د انټرنټ داسې کارکوونکي نیولي چې د انټرنټ له لارې د بهرنیانو په نښه کولو بوخت وو. په وروستیو کلونو کې په اسیا کې د انټرنټي غلاوو د ورته عملیاتو په اړه نړیوالې اندېښنې زیاتې شوې دي. راپورونه ښیي چې په دې مرکزونو کې زیاتره د انساني قاچاق قربانیان کار کوي، کوم چې په زوره یا په دوکې د جعلي پانګونې او نورو غیرقانوني فعالیتونو لپاره تبلیغ کولو ته اړ کېږي. د فلیپین ولسمشر، فردیناند مارکوس، د روان کال د جولای په میاشت کې اعلان کړی و، چې د ۲۰۲۴ کال تر پایه به په فلیپین کې “د قمار انلاین شرکتونو” فعالیتونه منع کړای شي.