د سوریې انتقالي حکومت د ۲۰۲۴م کال د ډسمبر په ۱۰مې نېټې واک ترلاسه کړی او له تېرې یوې مياشتې راهیسې فعال ډيپلوماتيک فعاليتونه او د کورني وضعيت د ثبات، بیارغونې او رسميت پېژندنې په پار هلې ځلې کوي.
د سوریې انتقالي حکومت په وروستیو کې له سیمه ییزو او لوېدیځو هېوادونو سره ډیپلوماټیکې اړیکې پیاوړې کړي او د رسميت پېژندنې په لټه دی او د کورني سیاسي انتقال او اقتصادي اصلاحاتو په پار یې یو لړ لایحې او پلانونه هم اعلان کړي دي، خو د تطبیق په بهیر کې يې له ځینو ننګونو سره مخ دی.
تحرير الشام د ۲۰۲۴م کال د ډسمبر په ۸مې نېټې د “دمشق د ازادۍ او د بشارالاسد د رژیم د نسکورولو” اعلان وکړ. د سوریې انتقالي حکومت، چې محمد البشیر یې سرپرست صدراعظم دی، د همدې میاشتې په ۱۰مې نېټې واک په لاس کې واخیست.
د سوریې انتقالي حکومت له تېرې یوې میاشتې راهيسې فعال ډیپلوماټیک فعالیتونه ترسره کوي او د سیمې له یو شمېرهېوادونو سره یې متقابل تګ راتګ پيل کړی او ځينو لوېديځو هېوادونو او اروپايي ټولنې هم دغه هېواد ته د تماس پلاوي لېږلي دي.
د سوریې د انتقالي حکومت بهرنیو چارو وزیر اسد حسن شیباني د جنورۍ په لومړۍ نېټې د یوه پلاوي په مشرۍ سعودي عربستان ته ولاړ او له هغه وروسته یې قطر، متحده عربي امارات او اردن ته رسمي سفرونه وکړل. نوموړي د روانې میاشتې په ۷مې نېټې اردن ته د خپل سفر په ترڅ کې رسنيو ته ويلي، چې د سوريې انتقالي حکومت د هېواد د امنيت، ثبات، يووالي او ځمکنۍ بشپړتيا د ترلاسه کولو لپاره له نړيوالو او سيمه ييزو متحدينو سره همکاريو ته په درنه سترګه ګوري.
په ورته وخت کې، د ترکیې، اردن، قطر او سعودي عربستان په شمول ځينو هېوادونو د سوریې له نوي مشرتابه سره د تماس لپاره پلاوي استولي دي. ترکیې او قطر، چې د سوریې له نوي مشرتابه سره نږدې اړیکې لري، په دغه هېواد کې خپل سفارتونه، چې له څه باندې یوې لسیزې راهیسې تړل شوي وو، بېرته پرانیستلي دي.
د څېړونکو په اند، د سوریې انتقالي حکومت د ډیپلوماټیکو فعالیتونو لړۍ پيل کړې او موخه يې دا ده، چې د سیمې له هېوادونو سره اړیکې بیا ورغوي او نړیواله ټولنه یې په رسمیت وپېژني.
که څه هم د سوریې انتقالي حکومت بیارغونې ته فعاله وده ورکوي، خو ځیني شنونکي بیا په دې اند دي، چې د سوریې نوی رژیم به په راتلونکي کې له څو ننګونو سره مخ وي. دوی وايي، سوریه سخته جګړه ځپلې ده او اقتصادي او ټولنیزه بیارغونه یې ډېرو پیسو ته اړتیا لري او ورسره د دغه هېواد انتقالي حکومت د سیاسي خبرو اترو لپاره ډېر کم امکانات لري.
د چين د ټولنيزو علومو اکاډمۍ کې د لوېديځې اسيا او افريقا انسټيټیوټ څېړونکی يو ګوه چينګ د سوریې د انتقالي حکومت لپاره دا یوه لویه ازموينه بولي، چې څنګه به وکړای شي، چې د حکومت ضد نورې وسله والې ډلې سولې ته لېواله او یو ګډ حکومت ورسره جوړ کړي.