د بادغیس ولایت ځایي امنیتي مسوولینو خبر ورکړی، په دغه ولایت کې د یوې ترافیکي پېښې له امله د یوې ښځې په ګډون ۲ کسان مړه او یوه بله ښځه ټپي شوې ده. د مسوولینو په خبره دا پېښه پرون د قلعه ی نو- هرات په لویه لار د لامان په سیمه کې رامنځته شوې ده. د سرچینې د مالوماتو له مخې دا پېښه هغه مهال شوې ده، چې یو سراچه ډوله موټر له سړک څخه واوښت او رود ته وغورځېد. د پېښې لامل د موټر چلوونکي بې احتیاطي بلل شوې ده. دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو بیا په ځانګړې توګه د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د سختو واورو او توپانونو له امله ترافیکي پېښې زیاتې شوي دي.