کابل ښاروالۍ پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې د کابل ښار اړند له پروان سه څخه تر بادام باغ پورې د نښلوونکي سړک د جوړولو چارې پیل شوې دي. د مسوولینو په خبره دغه سړک، چې ۵۶۰ متره اوږدوالی او ۲۰ متره سور لري، د جوړېدو چارې به یې، د پلولارو او لښتیو په ګډون د شل میلیونه افغانیو په لګښت د ۵ میاشتو په موده کې په معیاري او اساسي توګه بشړې شي. د ښاروالۍ مسوولین وایي، ياده پروژه د دې سيمې د اقتصادي ودې او د کابل ښار د ترافيکي او ترانسپورټي بنسټونو د پراختيا په موخه طرحه شوې، چې په بشپړېدو سره به يې ګڼې اسانتياوې رامنځته شي.