د لغمان ولایت د کلیو بیا رغونې او پراختیا ریاست مسوولین وایي، چې په دولت شاه ولسوالۍ کې د نږدې ۵ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو یوې شبکې د جوړېدو چارې پيل شوې دي. د مسوولینو په خبره، دغه شبکه د ډاکار موسسې په مالي ملاتړ د ۴ میلیونه ۷۱۱ زره افغانیو په لګښت د یادې ولسوالۍ په بومبي کلي کې جوړېږي. د سرچینې د مالوماتو له مخې یاده شبکه کې د ۸۵۰۰ متره په اوږدوالي د پایپ غځول، ۱۳۴ نلکې او د اوبو ۶۰ زره لېټره زېرمې جوړول شامل دي، چې په بشپړېدو سره به یې ۳۲۱ کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې شي.