د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند ګوه جيا کون د دسمبر په ۸مه نېټه وويل چې چين د نړۍ د متقابل اتصال يو مهم محرک ځواک ګرځېدلی ، پر هراړخيزې مشورې، ګډې ابادۍ او ګډو ګټو ټينګار لري او د سراسري جنوب هېوادونو د عصري کولو لپاره مرستې برابروي.
ویاند ګوه جيا کون وويل، په دې وروستيو کې چين او اړوندو هېوادونو د اتصال په اړوندو همکاريو کې ښې لاسته راوړنې درلودې. د چين او اروپا ترمنځ د بار وړونکو اورګاډيو د تګ راتګ مجموعي شمېر له سلو زرو څخه اوښتی، د چين او لاوس د اورګاډيو له لارې د لېږد رالېږد مالونو عمومي حجم له ۵۰ میلیونو ټنو څخه زيات شوی دی.
ویاند ګوه زیاته کړه چې متقابل اتصال د چین په وړانديز د کمربند او لارې د وړاندیز په چوکاټ کې د همکارۍ یوه مهمه برخه ده چې د سراسري جنوب هېوادونو د پرمختګ له غوښتنې سره سمون لري.