د فراه ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست مسوولین وایي، چې په دغه ولایت کې د ۱۰ مخابراتي سایټونه فعال شوي دي. د مسوولینو په خبره د فراه په مرکز او ولسوالیو کې به د ۹۱ میلیونه افغانیو په لګښت ۱۱ نور سایټونه هم په بېلابېلو سیمو کې جوړ شي. مسوولین وایي د دې پروژو چارې به په راتلونکو ۱۰ میاشتو کې بشپړې شي. د سرچینې د مالوماتو له مخې د بکواه، فراهرود، پرچمن، او ناردرې ولسوالیو لپاره هم ۵ مخابراتي آنتنونه منظور شوي دي. د یادولو وړ ده، چې دا مهال د اسلامآباد د ساه کلا او ګورزنک سیمو کې د ۲ آنتنونو جوړولو چارې هم دوام لري او ټاکل شوې په راتلونکو ۲ میاشتو کې یې چارې بشپړې شي.