د لوګر ولایت د کلیو بیا رغونې او پراختیا ریاست مسوولین وایي، چې په روان کال کې د ۲۳۸ میلیونه افغانیو په لګښت ۱۰۴ رغنیزې پروژې پلې شوې دي. د مسوولینو په خبره دغه پروژې د سرپرست حکومت او همکارو موسسو په مالي ملاتړ د کال له پیل څخه تر دې دمه د مرکز په ګډون په ټولو ولسوالیو کې پلې شوې دي. په یادو پروژو کې د اوبو رسولو شبکې، استنادي دېوالونه، خاورین بندونه، د سړکونو، کانالونو، پلچکونو جوړول، او نورې پرمختیايي چارې شاملې دي. د یاد ولایت ځایي چارواکي وایي، چې له دغو پروژو څخه څه باندې ۱۲۶ زره کسان په مستقیم او غیرمستقیم ډول ګټه اخلي او د دې پروژو په پلې کېدو سره ۶۴۱۸ کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.