هلمند د نباتي غوړیو د تولید له اړخه پر ځان بسیا شوی، د هلمند د صنعت او سوداګرۍ ریاست مسوولین وايي، په دغه ولایت کې هره میاشت شاوخوا ۳۰۰ ټنه د پنبه دانې غوړي تولیديږي، چې له دې اړخه هلمند پر ځان بسیا شوی او نورو ولایتونو ته هم غوړي لېږدوي. د هلمند اوسېدونکي خوښ دي، چې خپل ولایت کې یې د کروندګرو محصولاتو څخه غوړي تولیدیږي. دوی له مسوولینو څخه غواړي، چې د غوړیو د بسته بندۍ تر څنګ دې، د قیمتونو په ټيټولو کې هم هڅې وکړي.