د نایجریا ولسمشر بولا تینوبو د جنورۍ په ۹مه نېټه په ابوجا کې د چین د بهرنیو چارو له وزیر وانګ يي سره وکتل.
وانګ يي تینوبو ته د چین دولت د رئیس شي جين پينګ نیکې هیلې وړاندې کړې او و یې ویل، چین او نایجریا تل یو د بل احترام کوي، پر کلیدي موضوعاتو کې یې یو د بل ملاتړ او د پرمختګ په لاره کې یې صمیمي همکارۍ کړې او کوي يې.
ده وویل، چین د نایجریا ستاینه کوي چې د یو چین پېژندنې پر اصل یې ټینګار کړی. چین له نایجریا ملاتړ کوي چې د خپلو حالاتو له مخې د پرمختګ لار غوره کوي، د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کوي او د سیمې سوله او ثبات ساتي.
ولسمشر بولا تینوبو د وزیر وانګ يي له لارې شي جين پينګ ته نیکې هیلې وړاندې کړې او ویې ویل، نایجریا له چین سره اړیکو ته ډېره پاملرنه کوي. چین په نړیواله کچه ستره اغېزه لري، هیله ده چې چین به له نایجریا ملاتړ ته دوام ورکړي چې نړۍ ته لا زیات خدمتونه وکړي.